ګھوټکي 24 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي ګھوټکي زيات پېداوار وركونكې ضلع ده ٬ ځائي ګېس د پاكستان نزدې سيمو ته وركړے كېږي٬ د دې وباجود په ماضي كښې د ګهوټكي ځائي آبادۍ ته ګېس نه دے وركړے شوے كوم چې ظلم ٶ٬ وزيراعظم عمران خان د وسائل لرونكو سيمو اولس ته سهولتو??ه په ترجيحي بنيادونو وركولو باوري لري٬ وزيراعظم د ګېس فيلډز خوا اوشا سيمو ته د ګېس باوري كولو وئيلي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اسد عمر ګهوټكي كښې ميډيا سر?? په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل سندھ كښې د 50 كا??و راهسې د پيپلز پارټۍ حكومت باوجود پرمختيائي كار نه دے شوے، د بلاول بھټو پارټي د هغه وخت نه سندھ كښې حكومت كوي كله چې هغه زېږېدلے هم نه ٶ۔ده ووئېل ھغه څنګه وخت غواړي٬ د سندھ حكومت پاليسي ده چې نه به كار كوٶ او نه به څوك كولو ته پرېږدو۔ ده ووئيل وزيراعظم سكهر ت?? په د راتللو په مهال 14 ضل??و كښې د پرمختيائي كارونو د نېټ ورك اعلان كړے، په 30 ورځو كښې دن??ه په ګھوټکي، جېکب آباد، خېرپور سکھر كښې د پرمختيائي سكيمونو پرانسته كوم۔ اسد عمر ووئيل د سندھ واكمن ما د كار نه د ايسارولو هڅې كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم 22 كلنې هلې ځلې يو كس لپاره نه وې٬ زمونږ د ګوند نوم انصاف دے او هم په انصاف باور لرو، طاقت لرونكو لپاره يو ډول قانون دے۔ ده ووئيل وزيراعظم د چا څخه انتقام اخستل نه غواړي او نه به چا ته رعايت وركوي٬ د ترين ګروپ مطالبې ساده دي په ھغې خبرې شوې دي۔