اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او اردن په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې دواړو هېوادونو له به د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركول وي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه هغه اردن او فلسطين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير جنرل (ر) سجاد علي خان سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ صدر مملکت نومولي شوي سفير ته مباركي وركړه او هغه ته ئې اردن سره د شريكې خوښې ټولو څانګو كښې د مرستې لا مضبوطولو پلو د پام ګرځولو هدايت وكړو۔ ????ه ووئيل نومولې سفير دې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ او اردن كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ مسئلو حل كولو له ??م كار وكړي۔ ??در مملکت د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړهِ ه??ه ووئيل د دفاع ٬ تجارت ٬ كلتور او معيشت په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو امكانات به لټول وي۔ ??در ډاكټر عارف علوي د فلسطيني اولس په ض?? اسرائيلي ظلمونه او تشدد هم په ډاګه كړو۔ ????ه ووئيل ?? اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيد شوي دي۔ پاكستان د فلسطيني اولس په ضد ?? اسرائيلي وحشي كارروائيو سخته غندنه كړې ده۔ صدر مملكت په نړيواله ??رورولۍ زور راوړو چې هغه دې فلسطيني وګړو ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔