اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ماحوليات نړيوالې ورځ كوربتوب زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬ د ماحوليات پحقله نن نړۍ د پاكستان د اقدامات معترف ده، موجوده حكومت په دې لړ كښې د خبرتيا زيات شعور ب??دا?? كړے٬ د وزيراعظم عمران خان وژن نسل??نه سمول دي۔ د دې خيالاتو څرګند??نه ده د جمعې په ورځ د موحوليات نړيوالې ورځ پحقله د عكسونو نندارتون پرانستې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل هم موجود وه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان به سږ كال د ماحوليات نړيوالې ورځ كوربتوب كوي او دې كال موضوع د ماحولياتي نظام بحالي ده۔ ده ووئيل د ماحوليات پحقله يو حكومت دومره اويئرنس نه ٶ رامخې ته كړے څومره چې زمونږ حكومت كړے٬ د دې لوئې سبب د وزيراعظم عمران خان ماحول دوست وژن دے۔ ده ووئيل زمونږ ځنګلات په ختمېدو وٶ ٬ درياب??نه خېرنېدل، لختي نالۍ ختمېدې او ونې ناپېد كېدې، يو حكومت په دې لړ كښې سوچ نه ٶ كړے چې په سبب ئې ماحولياتي نظام ته سخت زيان ورسېد۔ ده ووئيل نن په پاكستان كښې يو داسې ليډر موجود دے چې وژن ئې نسل??نه سمول دي٬ مونږ په خېبر پښتونخوا كښې د ون بېلين ټري سونامي پروګرام پېل كړے ؤ چې په نړيواله كچه ئې ستائنه وشوه٬ د ملګرو ملتونو ادارو ئې هم ستائنه كړې او اوس مونږ ١٠ بېلين ټري سونامي پروګرام پېل كړے چې پكښې لويه كاميابي ترلاسه شوې۔ ده ووئيل د دې اقداماتو په سبب نن ګرده نړۍ كښې پاكستان ته په درنه سترګه كتلې شي۔ ده ووئيل د ماحوليات نړيوالې ورځ پحقله د عكسونو د نندارتون په تابيا د وزير مملكت زرتاج ګل له مباركي وركوم۔ په پائې كښې وفاقي وزير په اسلام آباد كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څړګند??نه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي٬ دا جنګ روان دے٬ ټول قام د شهيدو شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره ولاړ دے٬ تورن به ډېر زره د انصاف منګولو ته وسپارلے شي۔