اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پارليما??ي رپورټرز اېسوسي اېشن موده ترسره كوونكو عهديدارانو ته په كاميابۍ د خ??لې مودې په ترسره كولو مباركي وركولو سره وئېلي دي پارليماني صحافت په پارليماني كاروائۍ كښې مهم كردار لري ٬پارليما??ي رپورټرز ته د كار كولو لپاره په سازګار ماحول وركولو باور لرو۔هغه د نهې په ورځ د پي آر اے موده ترسره كونكي باډي او د سينئر خبريالانو په درناوي كښې د سېنېټ چيئرمين لخوا د ماسپښين مېلمستياﺀ دستورې ته خطاب كولو۔سپيكر ووئيل د پرنټ څخه د اليكټرانك او اوس د ډيجيټلائزېشن مېډيا دور دے او بيا سوشل مېډيا په تندۍ سره د يو طا??ت په توګه رامخې ته كېږي٬د سوشل مېډيا راتللو نه پس اوس خبر د وخت انتظار نه كوي بلكې د خبر رفتار د سپر سونك الوتكې پشان ګړندے او تند دے٬د مېډيا ډيجيټلائزېشن ته سپيځلے شكل وركول هم يو لويې چېنلج دے٬ده ووئيل په دې ټول صورتحال كښې پي آر اے دې خپل كردار ترسره كړي٬د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ به د هغوي مرسته كوي او پي آر اے په دې اړه د پپس څخه هم استفاده ترلاسه كولې شي هلته باقاعده كورسز٬سېمينارز٬وركشاپ كولې شي٬ده ووئيل ماته د پي آئي اے سرپرست اعلٰی حافظ طا??ر خليل ګڼ شمېر ځله درخواست كړے چې د پي آر اے آفس منتقل كړې او يو لويې آفس راكړی ځكه چې د پارليما??ي رپورټرز شمېره زياتېږي ٬ په دې ما هغه له باور وركړے چې د اسمبلۍ سېكرټرېټ به په دې اړه بشپړه مرسته كوي۔پارليما??ي رپورټرز د صحافت څلورمه ستن او د پارليمان برخه ده د هغوي لپاره زمونږ دروازې پرانستې دي۔ ده ووئېل تاسو د زيات نه زيات د تحقيق كار كوۍ٬زمونږ لائبريري استعمالوې ځكه چې مېډيا د اولس او حكومت ??رمينځه ښكاره كردار ادا كوي۔ده د پارليما??ي رپورټرز اېسوسي اېشن موده ترسره كونكي باډۍ له مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې كومه هم نوې باډي راشي هغوي سره به هم زمونږ مرسته روانه وي۔