اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدو?? شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې د ریجنل پیس انسټی ټیوټ ترسېوري لاندې اسلام آباد كښې د “پاكستان ??? افغانستان دوه اړ??يز?? مذاكرات” په سرخط كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو په درناوي كښې د چايو مېلمستيا وكړه۔ د مېلمستيا دې دستوره كښې برطانوي هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر ٬ كېنېډين هائي كمشنر وېنډي ګلمور ٬ د اروپائي ائتلاف سفير اېنډرولا كامينارا ٬ اسلام آباد كښې تعينات د بېلو هېوادونو سفيرانو ٬ پخوانو سفيرانو او د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن غواړي?? پاكستان نړيوالې ورورولۍ ??ره په ګډه افغان امن عمل كښې د روغې جوړې كردار تر??ره كوي۔ هغه ووئيل پاكستان به د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ هغه ووئيل پاكستان افغانستان څخه د غېر ملي پوځونو وتلو په حق كښې دے۔ هغه ووئيل دا افغان مشرتابه لپاره دجنګ ختمولو او د بشپړه مذاكراتو د لارې د افغان مسئلې سياسي حل لټولو ځانګړې موقعه ده۔ خارجه وزير ووئيل ټولو ډلو له به د دې موقعې نه زياته ګټه پورته كولو له په ګډه هڅې كول وي