اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) صدر مم??کت ډاکټر عارف علوي اولس ته تېز او د معاوضې نه غېر د انصاف وركړې په لړ كښې د وفاقي محتسب ادارې لا فعاله او قوي كول او په موجوده قوانينو نظر ثانۍ په حاجت زور رواړلو سره امر كړے چې بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو د ګيلو ازالې لپاره دې خاص سېل جوړ كرې شي، اولس ته د انصاف وركړې لپاره د شخړو متبادل حل خپلولو ته اړتيا ده، د ډيجيټل روابط څخه به د اولسي ګيلو په سمدستي توګه ازالې سره سره وخت او د رقم په بچت كښې هم مرسته ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مم??كت د نهې په ورځ د وفاقي محتسب سېكټرېټ اسلام آباد دورې په مهال د بريفنګ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع وفاقي محتسب سيد طاهر شهباز صدر مم??کت ته د ادارې په اړه بريفنګ وركړٶ۔ په غونډه كښې د وفاقي محتسب لنډمهاله سېكتر آ??تا?? اکبر دراني، د صدارتي سېكټرېټ قانوني چارو كنسلټنټ جسټس سيد زاهد حسين او د وفاقي محتسب سينئر سلاحكار هم موجود ٶ۔ په دې موقع صدر مم??کت ووئيل بدانتظامي او د نا انصافو په ضد په اولسي ګيلو د انصاف كولو لپاره وفاقي محتسب لا فعاله او قوي كولو لپاره په موجوده قوانينو نظر ثانۍ ته اړتيا ده۔ صدر مم??كت امر وكړٶ چېبهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو د ګيلو ازالې لپاره دې خاص سېل جوړ كرې شي، او اولس ته د چوكاټ دننه اولس ته د انصاف وركړې لپاره د شخړو متبادل حل خپلولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې اولس ته تېز او د معاوضې نه غېر د انصاف وركړې په لړ دې د وفاقي محتسب پحقله اولس كښې شعور بېدار كړې شي دغسې چې خلق د دې نه استفاده وكړې شي۔ صدر مم??کت د هېواد لرې پرتو سيمو كښې د انتظامي نا انصافو په ضد ځپليو ته د دوي په چوكاټ دننه سمدستي او ويړيا انصاف وركولو لپاره د وفاقي محتسب دائره اختيار ته د پراختيا وركولو امر وكړو په دې خبره ئې زور رواړو چې په دې لړ كښې دې د شخړو هواري لپاره متبادل هم پكار راوستلې شي۔ صدر مم??کت د انتظامي ناانصافو په ضد د ځپليو د ګيلو هوارولو پحقله د وفاقي محستب د كردار او په خاص توګه په رېكارډ شمېره د ګيلو ازالې لپاره د ادارې د كاركردګۍ ستائنه وكړه