اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين سره پاكستان كښې د متحده عرب امارات(يو اے اي) سفير حمدعبيدابراهيم سليم الزابي د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ت??مېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د بېلا بېلو اړخونو جاج واخستلے شو۔ دواړو ډلو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه د قوي اړيكو په موجوده صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكو اړيكو لا قوي كولو لپاره صلاح شول۔ دوي وو??يل دواړه هېوادونه په مذهبي ورورولۍ او په شريك كلتور تړلې شوي٬وخت تېرېدو سره د دواړو هېوادونو ت??مېنځه اړيكې په ستراتېژك نوعيت بدلې شوي۔ دوي وو??يل په نړۍ كښې د رامخې ته شوو چېلنجونو په تناظر كښې د پاکستان اومتحده عرب امارات ترمېنځه د قوي اړيكو ضرورت ?? وړاندې نه زيات شوے