اسلام ??با??۔4جولائی (اے پی پی)وزیر اعظم عمران خان د ايران نوي صدر سيد ابراهيم رئيس ته په 18 جون شوې صدارتي ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم عمران خان نوي ايراني صدر ته ټېلې فون وكړو۔ په دې موقعه دواړو ل??رښ??دو په اوسنيو دوه اړخیزو اړیکو د اطمينان څرګندونه كولو سره سباؤن كښې دې ته په لا ودې وركولو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم ووئيل صدارتي ټاكنو كښې د سيد ابراهيم كاميابي د هغه په مشرتابه د ايراني اولس د باور څرګندونه ده۔ په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم افغانستان كښې د امنيت په ناوړه صورتحال اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل دا اوسنۍ پېښې پاكستان او ايران لپاره د جدي احتياطي تدبير??نو غوښتنه كوي۔ په دې صورتحال ك??ې دواړو هېواد??نو ته افغانستان څخه د كډوالو راتللو امكان دے۔ وزیراعظم ووئيل د افغانستان مسئله بايد د خبرو اترو د لارې حل ك??ې شي۔ دواړو اړخ??نو په دې زور راوړو چې د افغان مسئلې سياسي حل دې ولټولې شي كوم چې د افغان مشرتابه او اولس د خوښې له مخې وي۔ وزيراعظم د كشمير په شخړه د پاكستان په ملاتړ كولو د ايران مننه وكړه۔ مقبوضه كشمير او فلسطين كښې د بشري حق??نو په ناوړه صورتحال اندېښنه ښكاره كولو سره دواړو ل??رښ??دو د ملګرو ملت??نو سلامتي كونسل قرارداد??نو په رڼا كښې د دې مسئلې حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو ل??رښ??دو يو بل ته د سركاري دورې كولو بلنه هم وركړه