اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شجر کاري كمپائن په لړ كښې په نتھياګلي كښې د پائن بوټې نال كړو٬ وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ نتھياګلي كښې د پائن بوټي نالولو عكسونه هم ټويټ كړي۔ په دې موقع ده ووئيل د پائن بوټې نالول زمونږ د پشكال د شجركارۍ د كمپائن برخه ده٬ وزيراعظم ووئيل غواړم چې ټول قام هېواد شين جوړولو كښې برخه واخلي۔ وزيراعظم عمران خان ?? دې نه وړاندې هم په بېلو موقعو كښې خپل ټويټس كښې وګړي او په خاص توګه ځوانان د شجركارۍ په كمپائن ك??ې برخه اخستو لپاره فعال كول٬ په دې ټويټس كښې ده د حكومت د بېليون ټري سونامي منصوبې٬ كلين اېنډ ګرين پاكستان اقدام او په هېواد كښې د پشكال د شجركاۍ حواله وركړې۔ په يو ټويټ كښې ده ووئيل غواړم چې پاكستانيان په خاص توګه ځوانان د بوټو نالولو زمونږ د تاريخ لوي كمپائن لپاره ځان چمتو كړي٬ وزيراعظم د مټه سوات او بھکر عكسونه او وېډيو هم ټويټ كړي چې پكښې د بېليون ټري سونامي شجركارۍ كمپائن او كلين ګرين پاكستان كمپائن له مخې زمكه شنه كولو كښې بدله كړې شوې۔ ده د ج??لائي په 20مه نيټه خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې ګرين پاكستان راتلونكي نسل لپاره دے۔