اسلام آباد۔06ستمبر(اے پی پی) صدرمملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي 6 ستمبر زمونږ د دفاع او شهيدانو ورځ ٬ زمونږ په تاريخ كښې د هغه مړانې ٬ هېواد سره د مينې او د فرض ادا كولو شوق علامت دے د كوم څرګ??دو??ه چې زمونږ مېړني قام او پوځ كړې وه۔ د اتوار په ورځ د پاكستان دفاع ورځې په م??قع?? جاري كړې شوي خ??ل پېغام كښې هغه ووئيل د نن نه 56 كاله وړاندې د پاك پوځ اعلی چارواكو او ځوانانو د ځانګړې مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو بشپړه څرګ??دو??ه كولو سره د دښمن ناپاكه ارادې خاورو سره سمې كړې وې۔ د پاكستان بري ٬ بحري او فضائي پوځونو د ټول اولس په مرسته دښمن ته په هر يو محاذ ماتې وركړه۔ صدر ووئيل زه ??غه ټولو اعلی چارواكو او ځوانانو ته سلام كوم كومو چې د وطن دفاع لپاره د مړانې څرګ??دو??ه كولو سره خپل ځا??ون?? قربان كړل۔ صدر مملكت ووئيل مونږ خپل چاپېرچل كښې د رامخې ته كېدونكو ټولو بدلو??ون?? نه ښه خبر يؤ۔ مونږ د امن عزم لرؤ او امن له مينځه وړونكې هره منصوبه ناكامه كولو له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل مونږ به د مقبوضه كشمير په اړه د خپل اصولي دريځ نه كله شاته نه شؤ۔ مونږ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره هغوي سره ولاړ يؤ۔ صدر مملكت قام ته ووئيل چې راځۍ يو وارې بيا په هېواد خپل ځا??ون?? قربانوؤنكو اتلانو ته سلام وكړؤ او ددې عزم پخلے وكړؤ چې مونږ به د ستمبر جذبه په زړونو كښې ساتلو سره د قام سوكاله سباؤن او د پاكستان سلامتيا باوري كولو له خپل كردار ترسره كوؤ۔