اسلام آباد۔18ستمبر (اے پی پی) مذهبي همغږۍ او منځني خ??يځ لپاره د وزيراعظم استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر مح??ود اشرفي د خا??ي په ورځ خارجه وزير شاه مح??ود قرېشي سره ملاقات وكړو۔ د پاکستان علماء کونسل لخوا جاري كړې شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي چې د ملاقات په جريان كښې د افغانستان په شمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان د خارجه پالېسۍ په كاميابۍ د ټولې نړۍ نظر دے٬ د افغانستان او فلسطين مسئلې په اړه د پاكستان دريځ هر ځائې منلے شي۔ پاكستان ټولو غړو ٬ اسلامي او عرب هېوادونو سره ټولو څانګو كښې خپلې اړيكې پياوړې كوي ٬ د تېر وخت په مقابله كښې نن ع??ب اسلامي هېوادونو سره زمونږ اړيكې زياتې ښه دي۔ حافظ محمد طاهر مح??ود اشرفی د افغانستان مسئلې سره اړوند د وزيراعظم ويژن لمخې د خارجه وزير او خارجه وزارت بشپړه هڅې او خذمات ستائلو سره ووئيل اسلامي نړۍ كښې پاكستان ته يو ځانګړې مقام ترلاسه دے او د پاكستان موجوده خارجه پالېسي د تېرو ??س كلونو په مقابله كښې زياته غوره ده۔ افغانستان څخه د بېرته ستنېدو په عمل كښې د پاكستان او د پاكستان د خارجه وزارت كردار ټولې نړۍ ستائلې دې۔ ملاقات كښې دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې ع??ب او اسلامي نړۍ سره اړيكو لا ښه كولو له به يو بل سره روانه مرسته زياتولې شي