اسلام آباد 24ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په نړۍ كښ?? د بيانيې جنګ روان دے٬د نوې نسل سباؤن د ډيجيټل سره تړون لري٬پخوا رياستي مېډيا د ګوند بيانيې لپاره كارولې شوې٬د پي ټي آئي ډيجيټل مېډيا د رياست ډيجيټل مېډيا څخه زياته قوي وه٬رياستي مېډيا د رياست بيانيې وړاندې كولو كښ?? ناكامه راغلې وه٬وزيراعظم عمران خان د مېډيا د اهميت نه ښه خبر دے ۔وزيراعظم په 2017 كښ?? واضحه كړې وه چې سباؤن د ډيجيټل سره تړلے دے٬مونږ په كال 2018 كښ?? ريفارمز پ??ل كړل٬ډيجيټل مېډيا ډوېلپمنټ پروګرام به ځوانانو ته د ټرانسفارم كولو سبب وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډيجيټل مېډيا ډوېلپمنټ پروګرام دستورې ته وېنا كښ?? وكړه۔وفاقي وزير ووئيل زه د 2016 راهسې د پاكستان تحريك انصاف ډيجيټل مېډيا ته ګورم٬ د پاكستان تحريك انصاف ډيجيټل مېډيا د رياست ډيجيټل مېډيا څخه زياته قوي وه٬تېرو حكومتونو د اطلاعات وزارت د ګوند وياند ګرځولے ؤ چې پكښې د رياستي بيانيې په ځاے د ګوند بيانيې له وده وركړی شوې٬پي ټي وي٬اے پي پي او پي آئي ډي تباهۍ پلو روان وو٬يوازې پي آئي ډي كراچۍ كښ?? په 62 كسانو كښ?? يو اېم اے٬درې بي اے او پاتې ټول مېټرك پاس وو٬اے پي پي٬راډيو پاكستان او د پي ټي وي په اربونو روپۍ بجټ دے خو هغه د رياست بيانيې وړاندې كولو كښ?? ناكامه وو۔ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف چې ??ه ډول نظام جوړ كړے ؤ ٬مونږ په هغې تلل غوښتل۔وزيراعظم عمران خان په 2017 كښ?? واضحه كړې وه چې سباؤن د ډيجيټل سره تړلے شوے۔ ده ووئېل په 2020 كښ?? مونږ ډيجيټل مېډيا ونګ جوړ كړو٬پي ټي وي مو په اېچ ډي بدل كړو٬اے پي پي په ډيجيټل نيوز ايجنسۍ بدله شوه٬نن د راډيو پاكستان ايپليكېشنز په ښه اېپس كښ?? شامل دے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په اقتدار كښ?? د راتللو نه وړاندې زمونږ حكمرانانو د پپبلك ډيپلوميسي اهميت خيال نه لرلو دغسې وزيراعظم عمران خان د مېډيا د اهميت نه ښه خبر دے ٬يوازې د روانې اونۍ په مهال كه د وزيراعظم عمران خان مصروفيات وكتلے شي نو د ټولې نړۍ په مېډيا د وزيراعظم مركې نشر شوي۔ ده ووئېل څومره وخت چې وزيراعظم مېډيا له وركوي دومره د دې څخه وړاندې كوم حكمران نه دے وركړے۔وفاقي وزير ووئيل دا مهال 42 جرنلزم سكولز كار كوي ٬ د هغوي كورسسز آپ ډېټ نه وو۔د اطلاعات په وزارت كښ?? كومو افسرانو چې سي اېس اېس كړے ؤ هغوي د ډيجيټل مېډيا په اړه زيات معلومات نه لرل٬مونږ د انفارمېشن سروسز اكېډمي ټول كورسز بدلوو٬دغسې مونږ افسرانو له د ډيجيټل مېډيا په حقله خبرتيا وركوو۔وفاقي وزير ووئيل كله چې په 2018 كښ?? زه په وړومبي ځل د اطلاعات وزير شوم نو ما د خزانې وزير ته خط وليكلو چې په هېواد كښ?? د ديجيټل مېډيا اېډورټائزنګ بجټ څلور اربه روپۍ دے او دا به په راروانو پنځو كلونو كښ?? 12 اربه روپو ته ورسي ٬ بايد ډيجيټل مېډيا ايډورټائزنګ ټېكس نېټ كښ?? راوستلې شي