کابل۔12اکتوبر (اے پی پی) په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي نړیواله ټولنه دې طالبانو ??ره خبرو ته دوام وركړي٬ په افغانستان کښې سوله ، ثبات او امن??ت ښه شوې۔ امريكائي مجلې ??ره “فارن پالیسی” ??ره يوه مركه كښې هغه ووئيل پاکستان په افغانستان کښې د بشري حقونو ، د مېرمنو د حقونو او په حکومت کښې د ټولو مذهبي او لساني ډلو د شاملولو ملاتړ کوي او داسې كومه مسئله په افغانستان كښې د طالبانو د حكومت په سفارتي كچه تسليمولو يا د مالياتي اثاثو غېر منجمد كولو لپاره د سوده پازۍ په توګه كارولې نه شي۔ هغه ووئيل د افغانستان زياتره اولس د طالبانو د حكومت ملاتړ كوي٬ د پاكستان او افغانستان ترمینځ سوداګریز فعالیتونه مخ په زياتېدو دي۔ سفير منصور احمد خان د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د اګست په 15نېټه په افغانستان كښې د طالبانو حكومت نه وروستو د امن وضعه زياته ښه شوې ده ٬ د داعش د يو څو بريدونو نه سوا د سلامتيا حوالې ??ره كومه لويه پېښ?? نه ده رامخې ته شوې٬ په مجموعي توګه په افغانستتان كښې امنيتي وضعه پياوړې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان كومه خاص خوښي نه لري دغلته كه د هر چا حكومت وي نو وي دے ٬ مونږ ټول عمري له په دې خبره زور راوړے دے چې د افغانستان حكومت بايد يو مستحكم حكومت وي دغسې چې كوم ترهګر يا عسكريت خوښې ډله دغلته خپله ځاله يا د پناه اخستو ځائې جوړ نه كړې ش??۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د حكومت د بدلېدو نه وروسته دغلته د كوم متفقه سياسي انتظام نشتوالي دلاسه يو قسم خلا وه ٬ امريكا د افغانستان د زر مبادله پنګې منجمد كړی چې ور??ره افغانستان د بنيادي حاجتونو تر??ره كولو كښې ستونزو ??ره مخ دے ٬ بلخوا د افغانستان معیشت او بېنکاری لېن دېن فشار ??ره مخ دے له دې كبله د څيزونو رسنه كښې كمې رامخې ته شوې دې٬ د يخنۍ موسم راروان دے٬ دې صورتحال كښې شدت هم راتلې ش??۔ هغه ووئیل چې ملګرو ملتونو او د دې د خوراك نړيوالې ادارې او د روغتيا نړيوالې ادارې افغانستان ته په بشري بنيادونو د مرستې سامان رسولې دې چې ور??ره وضع??ت ښه او مستحكم شوے دے او كه د مرستې سامان دا ډول رسنه روانه وساتلې ش?? او افغانستان ??ره مستحكمې رابطې دغسې په ځائې پاتې ش?? نو افغانستان لپاره به په دې چېلجونو قابو موندل آسان شي۔ سفیر منصور احمد خان ووئیل چې طالبان د افغانانو د خوراکي ضرورتونو د پوره کولو لپاره جدي هڅې کوي او په دې لړ كښې له خپلو ګاونډیانو ??ره خبرې كوي۔ دغسې ګڼ شمېر سفارتي مشنز په كابل كښې دي د كومو حكومتونه چې د مرستې كولو هڅې كوي٬ كومې چې د طالبانو د نړيوالې ورورولۍ ??ره خبرو او دې كښې پېشرفت ??ره تړلي دي۔ په دې لړ كښې پراخا رابطه٬ بشري حقونه ٬ د مېرمنو حقونه ٬ د مېرمنو زده كړې او نورې اړوندې چارې زياتې مهمې دي۔ هغه ووئيل د طالبانو حكومت د خپلو وګړو حاجتونه تر??ره كولو له او هغوي ته آسانۍ وركولو له جدي هڅې كوي او له دې كبله اوس په پوله د كډوالو او خلكو تګ راتګ قابو كولو كښې تر ډېره حده بهتري رامخې ته شوې ده ٬ د افغانستان پرېښودونكو كومه لويه شمېر?? نه ده ليدلې ش??ې او داسې به دغلته د څيزونو د كمي په صورت كښې شوي وو۔