رياض 24 ??کت??بر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سع??دي عرب د درې ورځنې دورې په دوهم پړاٶ كښ?? رياض ته ورسېدو. شاه فهد په نړيواله هوائي اډه په شاهي ټرمينل شهزاده محمد بن عبدالرحمان بن عبدالعزيز د ده تود هركلې وكړو. وزيراعظم د سع??دي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په رياض كښ?? د مېنځني ختيځ ګرين اقدام د مشرانو په غونډه كښ?? ګډون كولو لپاره د سع??دي په دوره دے. د وزيراعظم په پلاوي كښ?? خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د ماحولياتو خاص مرستيال ملك امين اسلم هم شامل دي. وزيراعظم عمران خان به د مشرانو په غونډه كښ?? د ماحولياتي بدلون په وجه د پرمختګ كوونكو هېوادونو په چلېنجونو خپل نظر وړاندې كوي. د وزيراعظم د دورې په اړه د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښ?? وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به د غونډې ګډون كوونكي د ماحولياتي چېلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان د تجربو څخه خبروي. ګرين سع??دي او ګرين مېنځنې ختيځ اقدام ولي عهد په كال 2021م كښ?? د مارچ په مياشت كښ?? ??ېل كړے و چې مقصد ئې د فطرت او زمكې حفاظت كول دي. وزيراعظم عمران خان د دې دواړو اقداماتو هركلې كولو سره د پاكستان د كلين ګرين پاكستان او د ل?? اربه سونامي ټري پروژو د تجربو څخه د استفاده كولو وړاندېز كړے. د دورې په مهال به وزيراعظم د سع??دي مشرانو سره دوه اړخيزه خبرې هم كوي چې پكښې ب ه د معاشي او تجارتي اړيكو په لا قوي كولو غور كولې شي. په دې موقع به په سع??دي كښ?? د پاكستان افرادي قوت لپاره د نورو موقعو په پېدا كولو او د پاكستانيانو د خېر ښېګړې پشمول د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې كولې شي. د دورې په مهال به وزيراعظم د سرماريه كارې ودې په اړه په دستوره كښ?? هم ګډون كوي او په سع??دي كښ?? پاكستاني سرمايه كارو او تجارانو سره به خبرې كوي. پاكستان او سع??دي د ورورولې پخوانې تاريخي اړيكې لري. سع??دي د شل لكو نه د زياتو پاكستانيانو دوهم كور دے كوم چې د دواړو هېوادونو په پرمختګ او خوشحالې كښ?? برخه اخلي. د وزيراعظم دوره به د پاكستان او سع??دي ترمېنځه د مرستې مثبت رفتار لا پراخا كړي.