اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو صلاحكار شوكت ترين په مش??ۍ كښې د شورو په ورځ د نېشنل پرائس منيټرنګ كمېټۍ غونډه وش??ه۔??ه غونډه كښې د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير سيد فخر امام٬وفاقي سېكترانو٬د خزانې اقتصادي صلاحكار٬د اسلام آباد ډپټي كمشنر٬صوبائي چيف سېكرټريز او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔اقتصادي صلاحكار اېن پي اېم سي كال په كال او مياشت پھ مياشت د افراط زر اشاريو په اړه خبر كړه۔د تېر كال 8.9 فيصده په مقا??له كښې كال په كال سي پي آئي كښې 9.2 فيصده اضافه شوې٬حكومت د غنمو په وړو او چينو او دالونو نيغ په نيغه فوډ سبسډي وركولو سره نړيوالو بيعو كښې د زياتوالي لويې برخې جذب كولو هڅه كړی۔كمېټۍ ته ووئيل شو چې د نورو صوبو په مقا??له كښې په سندھ كښې مهم اجناس يعني د وړو٬چينو په بيعو كښې ښكاره فرق دې٬د وزيراعظم د خزانې صلاحكار د سندھ حكومت صوبائي نمائنده له مشوره ??رك??ه چې په بيعو فشار كمولو لپاره د حكومت د اړخه ټاكلې شوې بيعه د ورځې په بنياد د غنمو جاري كولو عمل تند كړي۔اېن پي اېم سي په سندھ حكومت زور راوړو چې د ګني بيعې له زر تر زره حتمي شكل ??رك??ي۔د خزانې صلاحكار د سسته بازارانونو نېټ ورك د لارې مهم څيزونه په رعايتي بيعه وركولو كښې د پنجاب حكومت او اسلام آباد انتظاميې نمائندګانو هڅې وستائېلې