اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د رحمت اللعالمين اتهارټۍ په اړه د اقداماتو زر عملي كولو امر كړے او وئېلې يې دي د مدينې رياست د اصول پسندۍ او اخلاقياتو عملي نمونه وه او ميثاق مدينه د بشري حقونو ساتندويه لوظ نامه وه۔اسلامي ټولنه د خپل دور تر ټولو جدت خوښۍ ټولنه وه۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې د رحمت اللعالمين اتهارټۍ د جاج اخستنې غونډې په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو پير نور الحق قادري٬شفقت محمود٬پروفيسر ډاكټر اعجاز اكرم٬ډاكټر خالد مسعود او شهزاد نواز ګډون وكړو۔ډاكټر عطاﺀ الرحمان د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔وزيراعظم وو??يل صوفياﺀ كرامو د سيرت په رڼا كښې ځايې خلكو ته د دوي په ژبه كښې د دين تعليمات وركړي٬۔په ??وه??تونونو كښې به د تحقيق او غور فكر د لارې د سيرت مهم اړخونه رامخ?? ته كولې شي۔ده وو??يل د پاكستان هر يو وګړے عاشق رسول دے٬د عشق رسول تر ټولو لويې ثبوت د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم په سير?? عمل كول دي۔په غونډه كښې وزيراعظم د اتهارټۍ د قيام د پېشرفت څخه خبر كړے شو۔اتهارټۍ لپاره به جامع مې??يا پلان راتلونكې اونۍ وړاندې كولې شي۔غونډ?? ته وو??يل شول د جديد طريقه كار د لارې به د ځوانانو او ماشومانو د سيرت طيبه په رڼا كښې كردار سازۍ ته پام لرنه كولې شي۔په نړيواله كچه د سيرت په اړه شعور بېدارولو او د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره دې كښې سفارتخانې شاملولې شي۔غونډ?? ته وو??يل شول د ??وه??تونونو او سكولونو په نصاب كښې به هم د سيرت طيبه په رڼا كښې د اخلاقياتو تدريس شاملولې شي۔د اسلام او سائنس ترمينځه همغږۍ په ډاګه كولو لپاره تحقيق او اقدامات هم د اتهارټۍ په مقاصدو كښې شامل دي۔ دغسې وزيراعظم د اتهارټۍ په اړه د ټولو اقداماتو زر تر زره د عملي كولو سپارښتنه وكړه