اسلام آباد 26 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي س??دھ دې پرمختيائي منص??بې په ټاكلې موده كںښې د سپېځلتيا او معيار سره تر سره كړي، د س??دھ د څوارلسو كم پرمختللو سيمو سماجي او اقتصادي پرمختګ زمونږ هدف دے۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشر?? كښې د س??دھ پرمختيائي پلان پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاکټر فهمیده مرزا، اسد عمر او محمد حماد اظهر ګډون كولو۔ وزیراعظم ووئيل د س??دھ پرمختيائي پلان مقصد د 14 ضلعو د وګړو معاشي او معاشرتي ترقي ده۔ وزیراعظم اړوندو څانګو ته د حېدرآباد نه تر سکھر موټروے او د بدین، ګھوټکی، تھر، میرپور خاص، ټنډو محمد خان، حېدرآباد او سانګھړ اسپورټس کمپلیکس جوړولو كار د بشپړولو امر كولو سره ووئيل منص??بې په ټاكلې موده كښې د سپېځلتيا او معيار سره تر سره كړئ ٬ ده ووئېل د 444 اربه روپو په س??دھ پرمختيائي پلان كښې د پي اېس ډي پي 48 منصوبې٬ د پي اېس ډي پي نه غېر 50 او د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ 7 منص??بې شامل دي۔ غونډه خبر كړه شوې چه د مالي كال 22-2021 لپاره د پلان له مخې د 26 پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوې۔ د اته وزارتونو او محكمو لپاره د 16.304 اربه روپو منظوري هم وركړې شوې۔ د س??دھ په پرمختيائي پلان كښې سړكونه٬ موټروے٬ هاوسنګ٬ آئي ټي و ټېلي كام٬ آبي وسائل٬ لوړې زده كړې، وکېشنل ټرېننګ، ډیزاسټر مېنجمنټ، رېلوے، توان او د لوبو د سهولتونو منص??بې شاملې دي