پنډۍ ۔3 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه افغانستان د انساني الميې نه ساتلو او د بشري مرستې رسنې لپاره د آسانې اداره جاتي تګلارې وضعه كولو په فوري حاجت زور راوړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د بي??ا روس سفیر اېنډری میټلسټا سره په جي اېچ كيو كښې د ملاقات په مهال خپلو خ??رو كښې وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان په موجوده صورتحال، د بشري مرستو په همکارۍ ٬ سيمه ايز امنيت او د دفاعي مرستې د صلاحيتونو پشمول د شريكې خوښې په چ??رو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پوځ سرلښکر ووئيل پاکستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو کښې د بېلاروس کردار ته په درنه سترګه ګوري او مونږ ورسره دوه اړخيزه اړيکو كښې پراختيا غواړؤ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه افغانستان د انساني الميې نه ساتلو او د بشري مرستې رسنې لپاره د آسانې اداره جاتي تګلارې وضعه كولو په فوري حاجت زور راوړو۔ ګران مېلمه سيمه ايز استحكام ٬ د افغانستان صورتحال او ب??رډ?? مېنجمنټ لپاره د پاكستان د هڅو او كردار ستائنه وكړه۔ هغه پاكستان سره په ټولو څانګو كښې سفارتي اړيكې ښې كولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم هم وكړو