پينډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ احمد وئيلي دي پاکستان لپاره مسيحي ورورولۍ لوئې خذمات ترسره كړي ٬ مسيحيان محنت کش دي ، مسيحي وروڼو له د کرسمس په خوشحالو مبارکي وركوم، د سيالکوټ پېښې مون?? په ټوله نړۍ كښ?? شرمنده کړې يو،كه زمون?? په زړونو كښ?? د نورو لپاره احساس نشته نو ??مونږ ژوند بې ځايه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ پينډۍ آرټس کونسل كښ?? د مسيحي ورورولۍ دستورې ته وينا كښ?? وكړه۔ ده ووئيل هغه ژوند كوي كوم چې دا اېمان لري چې كه لټون وكړو نو وبه مومم۔ په خپله وينا كښ?? د كورنيو چارو وزير ووئيل د کرسمس په خوشحالو كښ?? شامليدل د لوي څښتن په ما خاص کرم دے، مسيحي ورورولۍ د پاکستان لپاره خذمات د مسلمانانو څخه كم نه دې۔شيخ رشيد په نوې كال مسيحي ورورولۍ له مبارکي وركولو سره ووئيل دا د لوي څښتن کرم دے چې د کرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ ته مخاطب يم ٬ څومره خذمات چې کرسچن ورورولۍ د پاکستان لپاره تر سره كړي كوم بل چا نه دي ٬ده ووئېل يسوع مسيح يواځې د مسيحيانو نه بلكه زما لپاره هم دے۔ ده ووئيل د سيالكوټ پېښې مون?? په نړۍ كښ?? شرمنده کړې يو۔نړۍ په 72 كلونو كښ?? په وړومبي ځل مونږ ته د انتها خوښې په نظر ګورې، انتها خوښۍ زمونږ د هېواد بنيادونه لړزولي ،د هېواد دښمنه انتها خوښي ??و ترهه ګري ده۔ده ووئيل كه د نورو مذهبونو وګړو لپاره زمون?? په زړه كښ?? عزت نه وي نو مونږ د انسان وئيلو لائق نه يو۔ده ووئيل مونږ له خپلو كښ?? ورورولۍ ته اړتيا ده ٬ تاسو ټول د پاكستان د كورنيو چارو وزيران ئې ٬ نن مون?? په وياړ سره وئيلې شوو چې د پينډۍ ښار لور لوستي ده ٬ مونږ له څوك هم ماتې نه شي راكولې۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان د مذهبي رياست مدينې خبره كوي او د مذهبي رياست مدينې دا لازمي جز دے چې د نورو د مذهبونو هم دومره احترام وكړے شي څومره چې د خپل مذهب كېږي