اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود سره لوړو زده ??ړو لپاره د افغانستان وزيرالحاج عبدالباقي حقاني په مشرۍ كښې پنځه كسيز پلاوي ليدلي دي ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل افغان زده كوٶنكو (انجونو او هلكانو) لپاره د لوړو زده ??ړو د سكالرشپس شمېره 4500 كړې شوې كوم چې به په راتلونكو دريو كالو كښې وركولے شي، د افغان نرسنګ څانګې تعمير او پرمختګ لپاره د ١٠٠ سكالرشپس څخه ابتدا كوٶ٬ راتلونكې كال به په دې ك??ې ښه اضافه كولې شي او د افغان زده كوٶنكو ته هنر وركولو لپاره به د نيوټېك د لارې هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ د دې نه علاوه به د افغانستان د فيکلټي ډيويلپمنټ، ټيچرز ټريننګ لپاره هم د پاكستان ادارې خپله بشپړه مروسته كوي۔ په دې موقع د افغانستان د تعليم وزير الحاج عبدالباقي حقاني د وفاقي وزير شفقت محمود مننه كولو سره ووئيل پاكستان او افغانستان نزدې ګاٶنډيان ه??وا??ونه دي۔ ده ووئيل هند په تېرو كلونو كښې افغان زده كوٶنكو ته ??كالرشپس وركړي چې بنيادي مقصد ئې د افغانستان نوې كول كښې د پاکستان مخالف جذبات ته وده وركول وه خو اوسنے حكومت دا عزم صميم لري او خپلو زده كوونكو ته ??ه پاكستان څخه د تعليم وركولو له د شريكو خېرسګالۍ جذباتو ته وده وركولې شي۔ الحاج عبدالباقي حقاني ووئيل د اوږد جنګ څخه د تباه شوي افغانستان تعمير او ترقۍ كښې مونږ ته په هر ګام د پاكستان د معاونت ضرورت دے۔ په دې موقع افغان وزير د تعليم مسئلو پحقله يو دستاوېز هم وفاقي وزير شفقت محمود له ور??ړو په كوم چې وفاقي وزير د هر ډول مممكنه مرستې باور وركړو۔ دواړو ه??وا??ونو ګڼ اړخيزه مرسته ??وانه ساتلو٬ د اړيكو لا مضبوطيا او د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو پخلې و??ړو او په دې اړه به ډېر زره د تفاهم په يادښتونو لاسليك وكړے شي۔ په افغان پلاوي كښې د تعليمي چارو دوهم وزير ډاکټر لطف الله خېر خواه، چيف آف سټاف ډاکټر احسان الله عباد، د اطلاعات او خپرونو ډائرېکټر ډاکټر دلاور سېلاب او د ډيويلپمنټ پروګرامډائريکټر انجينئر روح الله حقاني شامل وو۔ د پاكستان تعليم وفاقي وزارت په پلاوي كښې ايډيشنل سيکرټري او د وزارت وياند محي الدين احمد واني، اېګزيکټو ډائريکټر اېچ اي سي شائسته ??هېل، د نيو ټېك چيرمېن نسيد جاوېد حسن، ډائريکټر جنرل ري??يجئس ايجوکيشن جنرل قمر او نورو چارواكو ګډون كولو