اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره په پاكستان كښې د ??از??ستان سفير يرزان كستافن سره د خپل پلاوي د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې م??اقات كړے۔د ملاقات په مهال د ??از??ستان مذهبيونو ترمينځه همغږۍ سنټر مشر بولت سارسن بايوف٬د مذهبي چارو اېډېشنل سېكرټري سيد انوالحسن بخاري او د مذهبونو همغږۍ جوائنټ سېكرټري ارشد فريد خان هم موجود وو۔په ملاقات كښې په ??وه اړخيزه اړيكو٬ د مذهبي٬كلتوري او تجارتي مرستې په وده تفصيلي خبرې اترې وشوی۔پير نورالحق قادري ووئيل د وزيراعظم په خواهش د ??از??ستان لپاره ډېر زر نيغ په نيغه پروازونه به پیل شي٬زمونږ ګڼ شمېر مذهبي مشاهير د مينځنۍ آسيا څخه راغلې وو٬ثمرقند٬بخاره٬خوارزم٬د ماورائے نهر سيمه د علم او هنر مركز پاتې شوې۔ ده ووئېل صوفيائے كرام په خپل طرز عمل او ښو اخلاقو د خلكو اصلاح كړې۔ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې مسيحي٬سكھ٬هندو٬بهائي او د كېلاش مذهب خلك موجود دي٬نزر بايوف ووئ??ل ??ونږ يوازې په سياسي توګه تقسيم يو٬په مذهب٬كلتور او تاريخي اعتبار سره مونږ يو خلق يو۔??از??ستان به ډېر زر د مذهبونو همغږۍ كنفرنس كوربتوب وكړي۔د مذهبونو همغږۍ سنټر مشر نذربايوف یه دې م??ال ووئيل د مذهبونو همغږۍ په كنفرنس كښې به د 70 هېوادونو نه تر 160 مذهبي لارښود ګډون كوي۔هغه د مذهبي چارو وفاقي وزير ته په كنفرنس كښې د ګډون كولو خاص بلنه وركړه۔د ??از??ستان سفير ووئيل د ??از??ستان خلك هم ترك نسل دي٬مونږ د دواړو هېوادونو ځوانانو ترمينځه اړيكو ته وده وركول غواړو۔ده تجويز وركړو چې د يو بل تاريخي ډرامو او فلمونو تبادلو څخه ځوان نسل يو بل ته نزدې كولې شو۔