اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پېښور مئير په ټاكنو كښې د رد شويو 23113 رايو حواله وركولو سره وئيلي دي چې د دې ټاكنو څخه واضحه شوې د بدلون مخ??لف د الېكټرانك ووټنګ مشين مخ??لفت ولې ??وي?? د انتخابي نتيجو له مخې د جے يو آئي كانديد د 12087 رايو فرق سره د پي ټي آئي كانديد نه ګټلې ده خو په دې ټاكنو كښې د رد شويو رايو شمېره 23113 ده. د شورو په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو نتيجو يو ځل بيا د ډبل سټېمپنګ او نورو وجوهاتو له امله د رد شويو ووټونو د مسئلې اهميت په ډاګه كړے دے. ده ووئيل چې د كال 2013م په ټاكنو كښې د جوډيشنل كميشن په رپورټ كښې هم دا خبره رامخې ته شوې وه. وزيراعظم ووئيل چې د بدلون مخ??لف ځكه د الېكټرانك ووټنګ مشين مخ??لفت كوي چې دوي د مخ??لف رائې رد كولو سره په ټاكنو كښې د چالونو صلاحيت لري. وزيراعظم په ټويټ كښې د پېښور مئير د ټاكنو انتخابي نتيجې هم شريكې كړې چې له مخې ئې د جے يو آئي ف كانديد په دې ټاكنو كښې 63610 او د پي ټي آئي كانديد 51523 رائې ترلاسه كړې دي دغسې د جے يو آئي ف كانديد 12087 رايو فرق سره بريالې شوے خو په ټاكنو كښې د رد شويو رايو شمېره 23113 ده.