كراچې 20 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې زده كوونكي دې محنت وكړي، د آئي ټي په څانګه كښې دوي د زرګونو په شمېر موقعې لري. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په نېشنل سټېډيم كښې د سېلاني وېلفيئر انټرنېشنل ټرسټ تر سيوري لاندې د صدارتي اقدام مصنوعي ذ??ان?? او كمپيوټنګ ګرېنډ انټري ټېسټ 2022م ته د وېنا كولو په مهال وكړې. صدر مملكت ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې د آئي ټي په څانګه كښې د مهارت لرونكو 8 كروړه خلقو ضرورت د??. د?? ووئيل چې تاسو به د ملازمت نه بلكې د انټر پرېنورشپ موقعې ولرئ. ده ووئيل چې حكومت د آئي ټي څانګې سره هر ډول مرسته كوي، د دې څانګې پرمختګ لپاره قوانين جوړ كړے شوي ??ي. ??اكټر عارف علوي ووئيل چې حكومت د ډېجيټل سكل پ??وګ??ام پشان يو شمېر پ??وګ??امونه پې?? كړي دي كوم چې مفت دي او د آن لائن كلاسونو د لارې د آئي ټي تعليم وركوي. ده ووئيل چې د زرګونو په شمېر زده كوونكو د دې پ??وګ??ام څخه استفاده كړې ده او په ډالرو كښې ګټه كوي. صدر مملكت ووئيل چې په دې څانګه كښې مالي ضرورت وي، تاسو ته د فكر كولو ضرورت نشته ځكه چې حكومت تر 10 لكه روپو مالي مرستې لپاره كامياب ځوان پ??وګ??ام هم پې?? كړے د??. د?? ووئيل چې د دې پ??وګ??ام له مخې مالي اسانيې ترلاسه كول ډېر اسان دي او دا د سود نه پاك دے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په ټوله نړۍ كښې د كډوالو په ستونزو خبرې كولو سره ووئيل چې كډوال ډېرو ستونزو سره مخ شوي ځكه چې دوي بېلا بېلو هېوادونو ته د داخلې اجازه نه لرله خو دا پاكستان وو چې 40 لكه افغان كډوالو ته ئې پناه وركړه او هغوي د څلوېښت كلونو نه دلته مېشته دي. د يادونې وړ ده چې د صدارتي اقدام په دې ټېسټ كښې د سندھ د بېلا بېلو سيمو كښې د 25000 نه زياتو زده كوونكو برخه واخسته.