اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم وئېلي دي پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر بنيادي اصولو له مخې د سيمه ايز سالميت او د ش??ړو امناكه هواري له عزم لري۔ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ خاص بېړنۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔منير اكرم وئيل پاكستان په اوسنو پېښو ژوره اندېښنه لري كومې چې د سفارتكارۍ د ناكامۍ څرګندونه ده۔وزيراعظ?? عمران خان د روسيې او يوكرين ترمينځه د ش??ړې په صورتحال د افسوس څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړې وه چې د سفارتكارۍ د لارې پوځي شخړه هوارېدې شي٬مونږ د كړكېچ په كمولو٬مذاكرات او پرله پسې د سفارتكارۍ په ضرورت زور راوړے ۔ده ووئيل وزيراعظ?? عمران خان څو ځل وئېلي دي په پرمختګ كوونكو هېوادونو د ش??ړو په معاشي توګه تر ټولو زيات آغېز كېږي۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې روسيه او يوكرين استازو ترمينځه پېل كېدونكې خبرې اترې به حالات معمول ته راولي او د دښمنۍ د خاتمې سبب به وګرځي۔ده ووئيل پاكستان په ځپليو سيمو كښې د وګړو مرستې لپاره د ټولو هڅو ملاتړ كوي۔پاكستان په يوكرين كښې د پاكستانو وګړو او زده كوونكو د حفاظت په اړه زيات فكر مند دے۔ ده ووئېل زيات زده كوونكې راويستلې شوي او پاتې به هم زر راويستلے شي۔په دې لړ كښې د يوكرين چارواكو سره سره د پولينډ٬رومانيه او د ??نګ??ي د حكومتونو د مرستې ستائنه كوو