كوئټه 09 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف او د بلوچستان چيف سېكرټري م??هر نياز رانا په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د نېشنل سېكورټي پالېسي په اړه غونډه وشوه چې پكښې د سېكورټي پالېسۍ خدوخال او په دې اړه صوبه كښې د عملدرآمد باوري كولو جاج واخست??ے شو۔په غونډه كښې داخله اېډېشنل چيف سېكرتري م??مد هاشم غلزئي٬د پوليس آئي جي م??سن حسن بټ٬د خزانې سېكرټري حافظ عبدالباسط او امپلی منټیشن سېكرټري عبدالله خان٬د سوشل ويلفيئر سېكرټري عبدالطيف كاكړ٬د پاپولېشن ويلفيئر سېكرټري ياسر خان٬?? كوئټه ډويژن كمشنر سهيل الرحمان بلوچ او ډويژنل كمشنرز٬ډي آئي جيز٬ډپټي كشمنرز او ډي پي اوز د وډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ډاكټر معيد يوسف ووئيل قامي سلامتيا پالېسي به د يو جامع قامي سېكورټي فريم ورك له مخې وګړو ته تحفظ٬امنيت او وقار باوري كوي۔ده ووئيل د پالېسۍ بنيادي مقصد وګړو ته تحفظ وركول دي٬ او دا پالېسي د اسټيك هولډرز په مشاورت جوړه شوې او په دې كښې معاشي تحفظ ته بنيادي اهميت وركړے شوے۔ده ووئيل د پاكستان امنيت د پاكستان وګړو د امنيت سره تړلے دے او پاكستان ?? كومې هم كورنۍ او بهرني خطر ??خ نيوي لپاره په بشپړه توګه چمتو دے۔په غونډه كښې په صوبه كښې د اوسنو ترهه ګرو پېښو هم جاج واخست??ے شو۔په دې موقع ?? كوئټې ډپټي كمشنر د پالېسۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔چيف سېكرټري ووئيل ه??واد له خپل پام د معيشت ښه والي٬ماشومانو ته د تعليم وركولو او د اولس د ژوند معيار ښه والي پلو ګرځول پكار دي۔ده ووئيل د معاشي استحكام لپاره سيمه ايز اتحاد او مرسته ډېره ضرور ده