اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي)د خزانې وزير شوكت ترين وئېلي دي د اروپائي ائتلاف په اړه د وزيراعظم په بيان زما دريځ سره غلط بياني شوې۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې د خزانې وزير ووئيل مېډيا د شورو په ورځ شوي پرېس كنفرنس كښې د اروپائي ائتلاف په اړه د وزيراعظم په بيان زما دريځ په حقله غلط بياني كړې ۔د خزانې وزير د ټوېټ سره وېډيو كلپ هم شيئر كړے چې پك??ې د خزانې وزير د اروپائي ائتلاف په حقله د وزيراعظم بيان په اړه په ښكاره وئېلي دي چې زمونږ ??ه دوه مهمو برآمدي ځايونو كښې امريكا او اروپائي ائتلاف شامل دي چرته چې زمونږ د 62 فيصد نه تر 64 فيصد برآمدات ځي۔اروپائي ائتلاف چې كومه مراسله رالېږلې په هغې وزيراعظم د خپلو جذباتو څرګندونه كړې كله چې په مقبوضه كشمير كښې هر څه كېدل نو تاسو چرته وئۍ٬وزيراعظم اروپائي ائتلاف ته ووئيل په مونږ دا ډول تورونه مه لګوۍ چې مونږ څه وئېل غواړو او څه نه٬ ده ??وئېل زما په خيال مونږ له يرېدل نه دي پكار چې اروپائي ائتلاف به مونږ سره څه كوي٬زما په خيال دا زمونږ د وزيراعظم حق دے كه هغه مناسب وګڼي نو خپله رائے څرګندولې شي ۔ ده ??وئېل بل پلو ته په كشمير كښې هند يو اړخيزه كاروائي كوي نو ??ه دې د د اروپائي ائتلاف كوم غبرګون نه راځي او بل خوا مونږ چې په رائے شمېره كښې برخه وانخست?? نو مونږ ته خط راوليكلے شو۔??ه دې وزيراعظم په عوامي توګه خپل غبرګون څرګند كړے ٬ ما خو د وزيراعظم د بيان روح بيان كړے