اسلام آباد۔24مارچ(اے پی پی) و??یر??عظم عمران خان قوم ته غږ كړې دې چې هغوي دې په 27 مارچ دا پېغام وركولو له راوځي چ?? هغوي بدۍ سره نه دي٬ دغسې چې په سباؤن كښې څوك د هارس ټرېډنګ د لارې جمهوريت او قوم ته د زيان رسولو جراﺀت ونكړې شي٬ په هېواد كښې له دېرشو كلونو راهېسې د هېواد لوټ كوؤنكو ډله اوس په ښكاره ډول د پارليماني غړو د ضميرونو سودا كوي۔ د زيارت په ورځ د قوم په نامه جاري كړي خپل وېډيو پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د امر بالمعروف او نہی عن المنکر امر پاك پروردګار كړې دې٬ هغه ټولو مسلمانانو ته ښه كارونو سره د كېدو او د بدو كارونو په ضد د اودرېدو حكم كوي ، دې سره ټولنه ژوندۍ پاتې كېږي۔ هغه ووئيل پ?? هېواد كښې د غلو يوه ډله ك??مه چې د 30 كالو راهېسې هېواد لوټ كوي ٬ د كرپشن پېسې بهر لېږي اوس يو ځايې كېدو سره د پارليماني غړو د ضميرونو سودا كوي۔ وزیر اعظم ووئيل زه غواړم چې ټول قام په 27 مار?? ما سره په ګډه دا پېغام وركولو له بهر راوځي چ?? مونږ بدۍ سره نه بلكه د دې په ضد يؤ ، مونږ په دې هېواد كښې د جمهوريت او قوم په ضد د روان هر جرم په ضد يؤ۔ وزیر اعظم ووئيل دا خلق د غلا په پېسو د اولسي نمائندګانو ضميرونه اخلي٬ اولس د دې په ضد ولاړ دے۔ وزیر اعظم ووئيل زه دا غواړم چې اولس په 27 مار?? ما سره راوځي او ټول پاكستان ته دا معل??مه شي ٬ دغسې چې په سباؤن كښې څوك د هارس ټرېډنګ د لارې جمهوريت او قوم ته د زيان رسولو جراﺀت ونكړې شي