اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف به د روانې اونۍ په مهال د اعلٰی كچ پلاوي سره د سعودي عرب دوره كوي٬د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د سعودي عرب٬ تركيه٬چين٬روس٬جرمني٬متحده عرب امارات٬بنګله دېش٬برتانيه٬امريكا٬هند٬نيپال او د ځينې نورو هېوادونو نه علاوه د اروپائي ائتلاف صدر لخوا د مباركۍ پیغامونه ترلاسه شوي٬وزيراعظم په خپل وړومبي خطاب كښې د هېواد معيشت بهتر كولو عزم څرګندونه كړے ؤ ٬هغه د پاكستان مهم پارټنرز سره اړيكو ته اهميت وركولو او د سي پېك په پروژو د كار رفتار تندولو په ضرورت هم زور راوړے ۔د سفارتي كيب?? په اړه د اسټيك هولډرز جائزې په بنياد د قامي سلامتيا كمېټي د وړ??ندې نه دې نتيجې ته رسېدلې چې د تېر حكومت اخوا كول كوم غېر ملكي سازش نه ؤ ۔د خارجه دفتر وياند د ګ?? په ورځ په پرېس كنفرنس كښې ووئيل بريفنګ د څه ??ود?? يوې دمې نه پس كېږي ځكه چې پاكستان كښې د آئين له مخې د اقتدار پرامن٬جمهوري او سياسي منتقلي راغلې ۔وياند په ډاګه كړه اوس پام سفارتكارۍ او د پاكستان مفاد له زمونږ مهمو اړيكو ته پكار دے۔وياند ووئيل بنيادي پام زمونږ شراكتدارو او امريكې سره اړيكو پلو ته ګرځول پكار دي۔ده ووئيل امريكا د پاكستان په مهمو شراكتدارو كښې يو دے او دواړه خپلې پخوانې اړيكې د لا قوي او متنوع جوړولو خوښي لري۔د خارجه دفتر وياند د غېر ذمه واره تبصرې نه په ډډه كولو زور راوړو ځكه چې د كوم هېواد لپاره د موثره سفارتكارۍ لپاره باور او د رازدارۍ عنصر مركزي وي ٬ دغسې پېښې سفارتكارۍ ته زيان رسولو او د هېواد بهرني اړيكې پيچيده كولو صلاحيت لري۔وياند ووئيل پاكستان د خپلې ګټې دفاع سره سره خپل استحكم او سلامتيا ته د ودې وركولو صلاحيت لري۔وياند ووئيل د ټېلي ګرام مخ نيوې ادعاګانې بې بنسټه او غلطې دي۔ده ووئيل سائفر ټيليګرام ترلاسه شوے او اړوندو چارواكو سره په مناسب طريقه شيئر كړے شوے۔ده ووئيل وزيراعظم د سعودي عرب لخوا پاكستان سره عمر له په اودرېدو او د تركيې لخوا د كشمير په مسئله د ملاتړ مننه كړې ۔وزيراعظم د حق خود اراديت د هلو ځلو د مرستې او كشميريانو سره د يووالي څ??ګندونه كرې او د مسئلې يې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د حل كولو په ضرورت زور راوړے۔هغه هندي وزيراعظم ته وئېلي دي چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې حل پلو پام وكړه دغسې چې دواړه هېوادونه د پرمختګ چېلنجونو له خپل صلاحيت استعمال كړي۔وياند ووئيل پاكستان د امريكې سره د برابرۍ په كچه اړيكې غواړي۔ده سويډن كښې په لاريونونو كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ او د هالينډ د يو سياستمدار د اړخه په روژه مباركه كښې د اسلام او مسلمانانو په ضد د كركجنو بريدونو سخته غندنه وكړه ۔وياند په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې دوي د اسلامو فوبيا په ضد په زړه پورې كار وكړي۔ده ووئيل پاكستان د بهيساكې تهوار په موقع د هند 2200 سكه ياتريانو ته ويزې جاري كړې۔وياند په افغانستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنو پېښو غندنه كړې او د فلسطين مسئلې په منصفانه حل يې زور راوړے او د فلسطين اولس سره يې د يو والي څ??ګندونه كړې۔وياند د هند وزيراعظم د مقبوضه كشمير دوره مسترد كولو سره ووئېل د دې مقصد د نړۍ رائے ګمراه كول او په شخړيزه سيمه كښې د حالاتو د معمول له مخې ادعا كول دي۔وياند مقبوضه كشمير كښې د نوو آبي پروژو په پیل كولو د سخت غبرګون اظهار وكړو او دا يې د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي وګرځوله ۔ده مقبوضه كشمير كښې د تش لاسي ځوانانو د قتل او په هند كښې د مسلمانانو سره د ناروا سلوك هم په سختو ټكو غندنه وكړه ۔