اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي پاكستان او برتانيه خپلو كښې تاريخي اړيكې لري او په دې اړيكو كښې پراختيا كولو سره دواړو هېوادونو ته يو ډول ګټه به ورسي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر كرسټيان ټرنر سره په ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع د برتانيې د پرمختيائي ډلې مشره انابيل ګيري هم موجود وه۔وفاقي وزير د برتانيې هائي كمشنر هركلے وكړو او د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ??ارو يې هغه سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د برتانيې هائي كمشنر د پراخا او اقتصادي ايجنډې او د موجوده حكومت ترجيحات څخه خبر كړو۔د برتانيې هائي كمشنر د خپ?? حكومت د اړخه د خزانې وزير له مباركي وركړه او هغ?? لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د برتانيې حكومت او اولس د اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو