جده 30 اپرېل (ا?? پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عب??ال??زيز ترمېنځه د جمعې په ورځ د شپې ملاقات شوې چې پكښې د دواړو هېوادونو په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالات?? څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم شهباز شريف هركلي لپاره بهر راوتې٬ په دې موقع د وزيراعظم شهباز شريف په اعزاز كښې ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو او د سعودي د وسله والو ځواكونو يو چټك ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ د دې نه پس د سعودي ولي عهد خپل پلاوې وزيراعظم سره معرفي كړې او وزيراعظم د خپلې كابينې غړې ولي عهد سره معرفي كړل۔ د دې نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات شوې چې پكښې د دواړو هېوادونو پلاوي هم شريك وو۔ د يادونې وړ ده چې د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عب??ال??زيز په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د اعلٰې كچ په سركاري دوره دے