اسلام آباد۔9مئی(اے ??ی پی) د پاكستان اكانومي واچ چيئرمېن برېګېډيئر (ر) محمد اسلم خان وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف د غنمو پېداوار زياتو??و او د دې بلېك ماركيټنګ ختمو??و اعلان خوشبينه دې٬ د اوړو په بيعه قابو موندلو له په شوې پرېكړه دې زر تر زره عملدرآمد وكړې شي دغسې چې ګرانۍ ځپلې اولس ته فوري ريليف ترلاسه شي۔ د ګل په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې ده ووئيل په نړيواله منډۍ كښې د غنمو بيعه پرله پسې سوا كېږي او د دې س??ب د روسيه ا?? يوكرېن جنګ دې۔ محمد اسلم خان ووئيل د غنمو پېدوار به د خپل هدف نه 30 لکھ ټن كم پاتې كېږي له دې كبله كه په دې مقدار كښې غنم زر تر زره درآمد نه كړې شول نو د ناجائز منافع خوړونكو ډاډګيرنه به وكړې شي او په ځائي منډيانو كښې به ددې قيمت سوا شي چې ورسره به د اولس پرېشاني زياته شي۔ ده ووئيل پاكستتان يو زرعي هېواد بللې شي ولې د دې باوجود هر كال د 8 اربه ډالرو غله بهر نه درآمد كولې شي چې زغمل يۍ قومي خزانې لپاره ډېر ګران دي۔