اسلام آباد 11 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل اړوند چارواكو ته هدايت كړے چې صارفينو ته د خوراكي تېلو اسانې وركړې او په بېعو كښې استحكام لپاره دې د مالېزيا او انډونېزيا څخه د خوراكي تېلو د درآمد كولو عمل ګړندې كړې شي. د خالي په ورځ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزي?? د ??وراكي تېلو په اړه د كمېټې د غو??ډې مشري وكړه. په غو??ډه كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير سيد مرتضٰی محمود، د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن، د صنعت او پېداوار او د تجارت سېكرترانو، د وناسپتي مېنوفېكچررز اېسوسي اېشن استازو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع د صنعت سېكرټري كمېټي په هېواد كښې د خوراكي تېلو د سټاك د صورتحال او د مالېزيا او انډونېزيا څخه د تېلو درآمد كولو نه خبره ك??ه او وې وئيل چې په هېواد كښې د خوراكي تېلو لويه ذخيره موجود ده، روانه مياشت به د مالېزيا او انډونېزيا څخه د خوراكي تېلو رارسېدو سره سټاك پوزيشن لا ښه شي او د بېعو په مستحكم كېدو كښې به مرسته وشي. غو??ډې ته دا هم ووئيل شول چې په دې لړ كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزي?? د ??نډونېزيا چارواكو سره خبرو لپاره انډونېزيا ته ځي. په دې موقع رانا تنوير حسېن د وناسپي مېنوفېكچررز اېسوسي اېشن استازو ته ووئيل چې دوي دې په خپلو بېعو نظرثاني وكړي او عام وګړي لپاره د بېعو په كمولو كښې دې خپل كردار ترسره كړي.