اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پخواني حكومت آئي اېم ??ېف سره تر اوسه تر ټولو ناوړه لوظنامه كړي، د پټروليم مصنوعات بيعه كښې زياتوالي سره اولس ځپلې شوې دې د كومو چې احساس لرم خو دې نه علاوه بله كومه لاره نه وه ، په صورتحال به د قام باور ډېر زر ترلاسه كړم۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم شهبازشريف ووئيل زه د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د زياتوالي دلاسه په اولس د پريوتي اغېز څخه خبر يم خو د پي ټي آئي پخواني حکومت او د آئي اېم ??ېف ډيل له ??مل?? موجوده حکومت سره د پټروليم مصنوعات بيعې زياتولو نه سوا بله كومه لاره نه وه۔ ??زيراعظم ووئيل د پي ټي آئي حکومت او د آئي اېم ??ېف ترمينځه د شوي ډيل په اړه به قام ډير زر په اعتماد كښې واخلم۔وزيراعظم ووئيل كه لويې څښتن ته منظوري وي مونږ به اقتصادي ستونزو څخه بهر شؤ۔ وزيراعظم ووئيل چا چې آئي اېم ??ېف سره تر اوسه تر ټولو ناوړه لوظنامه كړې او زياتې غلطې معاشي پرېكړې شوې دي، آيا هغه د رښتيا اورېدلو همت لري ؟ ده ووئيل قام چې نن كوم معاشي ستونزو څخه تېرېږي د هغې ذمه وار څنګه خپل ځان دې څخه پاك ګرځوي؟