اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) ?? خزانې او محصولاتو وفاقي وزيړ مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې به د رئيل سټېټ څانګې ته كل??دي كردار ترسره كول وي، ?? خزانې وزير نان فائلرز سمندرې پورې پاكستانيانو ته اسانيې وركولو لپاره اېف بي آر ته د جلا طريقه كار وضع كولو هدايت هم كړے چې دغسې په هېواد كښې د تجارتي چارو احيا ممكنه كړې شي. ?? خزانې وزير دا خبرې د نهې په ورځ د ډي اېچ اے سټېټ اېجنټس اېسوسي اېشن پلاوي سره په خپلو خ??رو كښې وكړې. د پلاوي مشري د اېسوسي اېشن چيف پېټرن ميا عرفان اسد وكړه. پلاوي د ملاقات په مهال ?? خزانې وزير ته د نوي مالي په وفاقي بجټ كښې د رئيل سټېټ څانګې لپاره د مجوزه ټېكسونو او په هېواد كښې د معاشي چارو اضافې لپاره تجويزونه وركړل. ?? خزانې وزير دې څانګې لپاره د مجوزه ټېكسونو په اهميت رڼا واچوله او وې وئيل چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره به دې څانګې ته كل??دي كردار ترسره كول وي. ?? خزانې وزير پلاوي ته باور وركړو چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره به حكومت د دوي د تجويزونو جاج اخلي. پلاوي په مرسته كولو د وفاقي وزير مننه وكړه.