ګوادر 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پرمختګ لپاره به ټولې صوبې او سيمې د ځان سره روانول وي٬ په بهرنو قرضو د انحصار په ځاے د كر كېلې او د صنعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې به خودكفالت ترلاسه كول وي د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د زيارت په ورځ د ګوادر دورې په مهال په بزنس سنټر كښې ځائي فشرمېنز سره په ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د چين پشمول ملګري هېو??دو??ه د سرما??ه كارۍ د لارې زمونږ په پرمختګ او سوكالۍ كښې برخه اچوي٬ اولس دې د غېر ملكي سرما??ه كارو محافظ جوړ شي، بايد د غېر ملكي وګړو سلامتيا مونږ ته د خپل ځان نه زيا??ه عزيزه وي، دښمن ځيني خلق د آله كار په توګھ د دوي په نخښه كولو له كاروي۔ ده ووئيل په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د ټولو نه زيات لس اربه فنډ مختص كړے شوے ، ګوادر كښې به فشرمېنز ته بېړيو لپاره دوه زره انجڼې وركولې شي، دوي لپاره به په 200 اېكړه زمكه د استوګنې كالوني جوړولې شي۔ ده ووئيل پوهنتون ??وړېدل به ډېر زر بشپړ شي، د پاكو اوبو مسئله به حل كولې شي۔ ده ووئيل ايران څخه د سل مېګاٶاټ برېښنا لوظنامه شوې ده