اسلام آباد01 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي صحافت چې په زولنو كښې وي نو جمهوريت هم د تورو تنبو شاته وي٬ د ميډيا او د رائے اظهار آزادي په چا احسان نه بلكې د آئين بنيادي تقاضا او حق د??، د خبريالانو تحفظ او دوي له پېشه ورانه ساز ګار م??حول وركولو ته اتحادي حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف د ذمه وارو تر لاسه كولو سره ?? ميډيا مخالف قوانين او د ضابطو ختمولو عمل پېل كړے، خبريالانو او صحافتي تنظيمونو سره په لا مشاورت به د خبريالانو د تحفظ (بدلون) بل 2022 مسودې ته حتمي شكل وركولے شي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (دستور) صدر نواز رضا په مشرۍ كښې د خبريالانو پلاوي سره وكړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل زما په خاص امر جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز پروټيكشن (بدلون) بل 2022 د اطلاعات وزارت ته موصول شوے او دې ته حتمي شكل وركولو لپاره ??اص كمېټې جوړه كړې شوې چې پكښې د اطلاعات٬ قانون٬ بشري حقونو وزارتونو او د ميډيا نمائندګان شامل دي۔ دې ووئيل چارې زر ترسره كولو لپاره په كمېټۍ كښې د اطلاعات وفاقي سېكرتري شاهيره ??اهد ??م شامل كړې شوې۔دې ووئيل د صحافت د آزادۍ احترام د جمهوريت بنياد د??، د ميډيا آزادي سره ??ياست هم ژوندې پاتې دے۔ دې ووئيل د ميډيا ادارې او خبريالانو له به د فېك ??يوز او پروپېګنډا نيوز لاره نيولو لپاره ??پل فعاله كردار لوبول وي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د ميډيا آزادۍ او د ذمه وارۍ احساس كښې توازن سره ټولنه كښې د زياتېدونكي تقسيم لاره نيولې كېدې شي۔ دې ووئيل د راے اختلاف او كركې ترمېنځه په فرق خلق پوهه كولو لپاره ??ه رائے عامه هوارولو لپاره مونږ ټولو له خپل كردار لوبول وي۔ په دې موقع د پي اېف يو جے پلاوي وفاقي وزيره ??بريالانو ته د رامخئ ته ستونزو او د پېشه واره مسئلو نه خبر كړه۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د صحافتي تنظيمونو د سفارشاتو په رڼا كښې به په ګډه د خبريالانو مسائل حل كوٶ