اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي د تېر حكومت په نااهلۍ٬بدانتظامۍ٬سي پېك دښمنه پالېسې او نېب ګردۍ څخه د توان مسئلې راپېدا شوي ٬د تېر كال په مقابل كښ?? د برېښنا طلب 30 فيصد زيات شوے٬د 720 مېګاواټ كروټ پن برېښنا پروژې څخه پیداوار پ??ل شوے٬ 1100 مېګاواټ كے ټونيوكليئر پاور پلانټ 10 جولائي او 1214 مېګاواټ شنګهائي پاور پلانټ به تر دسمبر پ??داوار پ??ل كړي٬د برېښنا په بيعه كښ?? به د نومبر نه كمے پیل شي٬د وزيراعظم په هدايت كمېشن به د توان په څانګه كښ?? د بدانتظامۍ او نااهلۍ معاملې پلټنې كوي۔مسلم ليګ(ن)به د كال 2018 پشان يو ځل بيا هېواد د برېښنا د بحران څخه راوباسي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړی۔خرم دستګير ووئيل په 30 جون 2022 د برېښنا 3 زره 9 سوه مېګاواټ كمے د طلب تر مخه رېكارډ كړے شوے او اندازه يې د 24 نه تر 25 زره مېګاواټ وه٬د ګرمۍ په موسم كښ?? د تېر كال په مقابل كښ?? 20 فيصد زياته برېښنا پیدا كړی شوې او د برېښنا كل پیداوار 21 زره 842 مېګاواټ دے ٬ ده ووئېل د تېر كال په مقابل كښ?? د برېښنا په طلب كښ?? 30 فيصد اضافه شوې٬د برېښنا اوسنے شار?? فال 6 زره مېګاواټ دے ٬ ده ووئېل په جولائي كښ?? د برېښنا چې كوم پیداوار ترلاسه كېږي د دې يوه لويه برخه هغه ده د كومې بنياد چې پخواني وزيراعظم نواز شريف د كال 2013 نه 2017 په مهال اېښودے ؤ چې پكښې څلور اېل اېن جي پاور پلانټس٬دوه نيو كليئر پاور پلانټس٬دوه كول پاور پلانټس٬نيلم جهلم هائيډرو پاور پراجېكټ٬كروټ هائيډرو پاور پراجېكټ او تهركول منصوبې شاملې دي٬په دې كښ?? د ډېرو پروژو څخه تر كال 2018 پیداوار پ??ل شوے ؤ ٬ ده ووئېل د كے – ټو او تهري نيو كليئر پاور پلانټس څخه پیداوار وروستو پیل شوے٬ 5 زره مېګاواټ نورې پروژې په سسټم كښ?? شاملېږي ٬ د دې بنياد هم په هغه دور كښ?? اېښودلے شوے ؤ ۔ده ووئيل د عمران خان د برېښنا په اړه ادعاګانې غطلې او دروغ وې٬د كورونا وبا په مهال په هېواد كښ?? د برېښنا طلب كم ؤ ٬صنعتونه هم بند وو٬روان كال وړومبې كال دے چې معيشت بشپر فعاله دے٬د كورونو صارفينو لپاره لوډشېډنګ شته خو صنعتونو ته 24 ساعته برېښنا وركولو سره روزګار ته تحفظ وركوو۔ده ووئيل د ايران سره د ګوادر او د مكران ساحلي سيمو ته د 100 مېګاواټ وركولو لوظ نامه شوې٬د افغانستان څخه د سكرو خريداري روانه ده دغسې چې د سكرو څخه چلېدونكې بجلي ګهرې وچلوو٬ ده ووئېل په بندونو كښ?? د اوبو صورتحال كښ?? هم ښه والے راغلے٬د اختر په ورځو كښ?? به د برېښنا صورتحال بهتر شي ځكه چې صنعتونه به دا مهال بند وي ٬ تر 22 جولائي به د برېښنا په صورتحال كښ?? ښه والے راشي۔ده ووئيل موجوده حكومت د توان څانګې چېلنجونو مخ نيوي لپاره اقدامات كوي٬ټول هېواد كښ?? اولس د برېښنا لوډشېډنګ سره مخ دے٬د لوډشېډنګ له امله د اولسي ستونزو څخه احساس لرو ٬په دې به ډېر زر قابو وموندلے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د برېښنا ری بیسنګ فرورۍ 2021 كښ?? شوے ؤ ٬د دې نه پس د توان په بيعه كښ?? اضافه وشوه و نور معاملات هم وړاندې راغلل خو دا به په ټېرف كښ?? شامل نه كړو۔