اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د سپريم كورټ په پريكړه به په مسلم ليګ(ن)كوم فرق نه پريوځي٬د پنجاب مېنډېټ د مسلم ليګ(ن)دے ٬پي ټي آئي د وړاندې نه د نن پريكړه متنازعه كړې وه٬د نن پريكړی څخه به انتشار لا زيات شي٬سياسي ګوندونو د آئين تشريح لپاره د فل كورټ جوړولو غوښتنه كړې وه٬زمونږ درخواست د قاضيانو بدلولو لپاره نه بلكې د فل كورټ جوړولو لپاره ؤ ٬د عمران ??ان ??و چوهدري شجاعت په خطونو بېلا بېلې پريكړې راغلي۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دې ووئيل د دوو ورځو څخه په مېډيا د پاكستان ??حريك انصاف ډڼډورې روانې دي٬د فل كورټ درخواست مسترد كونكې پريكړې د نن پريكړه متنازعه كړې وه٬د سپريم كورټ بار٬سول سوسائټۍ٬وكيلانو ورورولۍ او بار د اېسوسي اېشنز استازو او قانون پوهو د پرون پريكړه تسليم كړې نه ده ٬ دې ووئېل كه فل كورټ يې د آئيني مسئلې تشريح لپاره جوړ كړے ؤ نو د نن پريكړه به متنازع نه وه۔دې ووئيل كه حمزه شهباز د پنجاب اعلٰی وزير نه وي نو دې سره په مسلم ليګ(ن)كوم فرق نه پريوځي٬مسلم ليګ(ن)ته معلومه ده چې پنجاب د مسلم ليګ(ن)٬نواز شريف او شهباز شريف دے او په دې كښې كوم ډول ابهام نشته۔دې ووئيل دا نشي كېدې چې د يوې پريكړې څخه په پنجاب يو داسې كس مسلط كړے شي د كوم چې په پنجاب كښې مېنډېټ نه وي٬دا پريكړه په هېواد كښې”جوډېشل كو”سره مطابقت لري٬دې سره به په هېواد كښې لا انتشار راپېدا شي۔دې ووئيل د نيم نه زيات خلق دا پريكړه نه مني۔دې ووئېل د ټولو سياسي ګوندونو دا غوښتنه وه چې مونږ ته فل كورټ پكار دے٬دا د آئين د تشريح او پارليمان ?? سرلوړۍ معامله ده۔دې ووئيل د فل كورټ پيټشن په دې بينچ عدم اعتماد كړے٬كله چې د فل كورټ درخواست مسترد كړے شو نو نن زمونږ وكيلانو د سپريم كورټ كاروائۍ څخه هم بائيكاټ وكړو۔مريم اورنګزېب ووئيل د پارټۍ لارښود په حېث سره د عمران ??ان ?? يو خط له مخې 25 غړو ته د ??ائ?? وركولو اجازت نه وه وركړې شو??٬هغوي ډي سيټ كړې شوي او چوهدري شجاعت حسېن هم بحيثيت د ګوند لارښود هدايت جاري كړي وو چې د لسو غړو ووټ دې شمار نه كړے شي٬ دې ووئېل چوهدري شجاعت حسېن وئېلي وو زمونږ د ګوند غړي به د عمران ??ان كانديد له ووټ نه وركوي٬په دې اړه د چوهدري شجاعت ليكلے شو?? خط خرام او هم په دې طرز د عمران ??ان ليكلے شو?? خط حلال دے۔دې ووئيل چې عمران ??ان ??ط ليكلے نو هغه سم دے او چوهدري شجاعت چې خط ليكلے نو هغه نه قبلېږي ځكه مونږ فل كورټ غوښتے ؤ ۔وفاقي وزيرې ووئيل كله چې دا بېنچ جوړ شو نو هغه وخت انصاف نه ښكارېدو ٬كه فل كورټ جوړ شو?? ؤ نو نن به پريكړه مختلف وه۔دې ووئيل درې وارې ټاكلے وزيراعظم پنځه كسيز بېنچ په اقامه اخوا كړے ؤ ٬ د هغه وخت نه تراوسه په هېواد كښې معاشي تباهي او بې روزګاري ده۔دې ووئيل مونږ غوښتنه كړې وه چې د پريكړې تشريح لپاره دې فل كورټ جوړ كړے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په فل كورټ كښې د خوښې قاضيان نه وي٬مونږ د لارجر بېنچ يا د بېنچ بدلولو پيټېشن نه ؤ دائر كړے٬زمونږ پيټېشن د فل كورټ جوړولو په حقله ؤ ۔دې ووئيل كله چې دا معامله پېل شوه نو ټولو ته معلومه وه چې پريكړه به څه راځي۔دې ووئيل د عمران ??ان ??و چوهدري شجاعت په خطونو د سپريم كورټ دوه جلا جلا پريكړې راغلي دي