اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزادې د ډائمنډ جوبلي جشن په ملي جوش و خروش او جذبه ولمانځل شو. د پاكستان د آزادې ورځ په جوماتونو او عبادت خانو كښې هېواد او قوم لپاره خاص دعاګانو سره پېل شوه. په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 او په ټولو صوبائي سرښارونو كښې د 21 ، 21 توپو سلامي وكړې شوه، د قومي ترانې په احترام كښې سائرن وغږول شو او ه?? ډول ټرافيك ودرېدو. په مزار قائد او مزار اقبال د ګارډ د بدلون دستورې وشوې او فاتحه خواني وكړې شوه. مركزي دستوره په جناح كنونشن سنټر اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف قومي بېر?? هسك كړو او وېنا ئې وكړه. په دې موقع قومي ترانه وغږول شوه. په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف، وزيران??، د پارلمان غړو، غېر ملكي سفارتكار او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو. د پاك پوځ لخوا ??م قوم ته د آزادې مباركي وركړل شوه. په بلوچستان كښې د آزادې ورځې لويه دستوره په كوئټه كښې د صوبائي اسمبلۍ په سبزه زار كښې وشوه چې پكښې وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو قومي بېر?? هسك كړو. په پېښور هائي كورټ كښې چيف جسټس قېصر رشيد خان قومي بېر?? هسك كړو. د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري او وزيراعظم سردار تنوير الياس په ايوان صدر كښې بېر?? هسك كړو. په ګلګت بلتستان كښې وزيراعلٰی خالد خورشېد په چنارباغ كښې د دستورې په مهال بېر?? هسك كړو. په بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې هم د جشن آزادې دستورې وشوې.