آستانه 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز د قازقستان سرمايه كارو ??پا??ه پرانستې دے، قازقستان دې خپل تجارت ته پراختيا و??كو??و سره د ګوادر او كراچۍ بندرځايونو څخه ګټه پورته كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په قازقستان كښې د سيکا مشرانو غونډې په مهال قازقستان صدر قاسم ژومارت توکايف سره ليدلي٬ دواړو مشرانو د تجارت، شريكو روابطو٬ د توان پشمول د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پېشرفت ګړندې كولو ??پا??ه سلا كړې٬ وزيراعظم په ستمبر كال 2022 كښې په سمرقند كښې د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په مهال د قازقستان صدر سره د خپل ملاقات ذكر وكړو په كوم كښې چې ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې و??كو??و د رفتار تعين شوې ٶ٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه تجارت متنوع جوړولو او په سرمايه كارۍ كښې مرستې ته په پراختيا و??كو??و سلا وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د توان، زراعت، ټيکنالوجي، لاجسټکس، مواصلات او د تعميراتو په څانګه كښې شريكو منصو??و ته د دوې و??كو??و په حاجت زور رواړو۔ ده كاروباري روابط، د اولس ا??لس سره رابطو او سېلګري زياتولو ??پا??ه نېغ په نېغه د فضائي رابطو اهميت په ډاګه كړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز د قازقستان سرمايه كارو ??پا??ه اوپن دے، ده قازقستان ته خپل تجارت ته پراختيا و??كو??و سره د ګوادر او كراچۍ بندرځايونو د ګټې پورته كولو بلنه وركړه۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم په آسياء كښې خبرو اترو او د اعتماد سازۍ اقداماتو پحقله كنفرنس (سيکا) سمټ كښې ګدون ??پا??ه د قازقستان په سركاري دوره دے د كومې چې قازقستان مشر او كوربه دے