اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د هڅې كوؤنكې غېر سركاري ادارې انټرنېشنل رې??كي?? كمېټۍ كنټري ډائرېكټر (پاكستان) شبنم بلوچ وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ كار په هره كچه تندۍ سره روان دے خو دې هڅو كښی به لا تندي رامخې ته كول وي دغسې چې سېلاب ځپلي د ډول ډول رنځونو ??خه وساتلې شي او د دوئي د بحالۍ عمل باور?? كړې شي۔ د خالي په ورځ په يو بيان كښې دې ووئيل په پاكستان كښې 33 مل??نه كسان د تباهي خپرونكي سېلاب د لاسه ځپلې شوي دي ، د 1700 څخه زيات مړه شوي دي٬ د لكھونو په شمېر كورونو ته زيان رس??دلے دے او په لكھونو اېكړه ولاړ فصلونه له مينځه تلې دي۔ كنټري ډائرېكټر ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د نړۍ په هغه يو څو هېوادونو كښې دې كوم چې زيات ځپلې دي۔ بياهم د زياتېدونكي موسمياتي بدلون ستونزې ډېره كمه ذمه واري په پاكستان راځي۔