اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مري?? اورنګزېب د مشر خبريال او اېنكر پرسن ارشد شريف په كينيا كښې په ناڅاپي ??ړي??ه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې ?? ارشد شريف مور او په پاكستان كښې د كينيا سفير سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت د ارشد شريف ??ړي??ې حوالې سره د كينيا حكومت او اړوندو چار??كو سره رابطه كښې دې۔ دې ووئيل د ارشد شريف مور د ځوي د مرګ حوالې سره ترلاسه شويو ټولو ??علوماتو او په دې لړ كښې شوي پېشرفت څخه خبر كړې شوې ده۔ دې ووئيل د ارشد شريف په مرګ راته سخت افسوس شوے دے٬ مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ دې ووئيل د ارشد شريف د مرګ سببونو معلومولو ??ه هڅې روانې دي۔ دې ووئيل د كينيا حكومت په سركاري توګه د ارشد شريف د مرګ په اړه هېڅ نه دي وئيلې٬ څه وخت چې د كېنيا حكومت مونږ خبر كړي مونږ به تفصيلات د ارشد شريف كورنۍ او اولس ته وړاندې كړؤ۔ دې ووئيل په پاكستانۍ ميډيا د ارشد شريف په اړه بې بنسټې خبرې د افسوس وړ دي۔ دې ووئيل په كينيا كښې د پاكستان سفير پوليس چارو??كو سره رابطه كښې دې ??و هغه د آئي جي دفتر ته ځي۔ دې ??ره سره په پاكستان كښې د كينيا سفير سره هم تماس نيولے شوے دے او هغه د بشپړه مرستې باور راكړې دې۔ پاكستان كښې د كينيا سفير به خپل حكومت څخه معلومات ترلاسه كولو سره مونږ خبر كړي۔ د كينيا د داخله وزارت امنيتي ادارې سره مو هم تماس نيولے دے٬ حقائق به اولس ته وړاندې كوؤ۔ دې ووئيل د مصدقه معلوماتو تر راتلو ??ورې دې ?? بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړې شي۔ دې ووئيل د ارشد شريف د مرګ حوالې سره ټولو حقائقو ته به ځان رسوؤ۔ دې ??عا وكړه چې لويے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو ??ښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔