حيدرآباد 07 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي چې موج??ده حكومت به خپله آئيني م??ده پوره كوي، سليكټډ نه نن بريالې شوې او نه به سباؤن كښې بريالې شي،عمران خان د نوي نسلونو ??پاره ستونزي پيدا كړې دي دغسې زمونږ اتحادي حكومت د نوي نسلونو ??پاره ستونزي نه پيدا كوي ځكه د رياست په ګټه سختي پريكړې شوي،هبايد ټولي ادارې د آئين او قانون له مخې خپله حدود كښې كار وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ټنډو محمد خان كښې د اېم پي اے عبدالكريم سومرو په كور كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔ده ووئيل موج??ده اتحادي حكومت به خپله م??ده پوره كوي او اګست نه پس به د ټاكنو ??پاره نيټه وركوي ۔ ده ووئيل دا حكومت په يو داسې وخت كښې راغلې كله چې هېواد د معاشي بحران ښكار ؤ مونږ د رياست ښه والي لپاره سختي پريكړې كړې دي ٬ ګراني شته خو عمران خان د نوي نسلونو ??پاره مشكلات پيدا كړې دي زمونږ اتحادي حكومت د نوي نسلونو ??پاره مشكلات پيدا كول نه غواړي ٬ ده ووئيل نړۍ كښې د تيل بيعه كښې اضافه د روس او يوكرين د جنګ په وجه غير مستحكم شوي او پخواني حكومت د آئي اېم اېف سره لوظنامو خلاف ورزۍ په و ج?? معاشي مسئله پيدا شوې ده اوس كه مونږ آئي اېم اېف ته نه ځو نو ??ور زيان كېږي ٬ مونږ به هېواد ديواليه كيدو ته پرينږدو۔