اسلام آباد۔5اپرېل(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله خان وئيلي دي چې په ??وج??ده صورتحال کښې متنازعه ټولټاکنې کول به ??ېو??د اړي ګړي پلو بوځي ٬ ټاكنې بايد د ټولو فريقېنو په سلا وكړې شي۔ ده د شورؤ په ورځ په جوډيشل كمپلېكس كښې وكلا كنونش ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ٬ د وزير اعظم خاص مرستيال عطا تارړ او نون ليګي لارښود ??وج??د وو۔ د پاكستان مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر او چيف آرګنائزر مريم نواز په دې موقعه خاص مېلمنه وه۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله خان ووئيل مونږ نن د دې عظيم الشان وكلاﺀ كنونشن په كولو د مسلم ليګ نون لائر فورم ته مباركي وركوؤ۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ نون د يو سياسي ګوند په ح??ث په روان وخت كښې يوه ښكاره نظريه او پالېسي لري۔ ده ووئيل وكيلانو تل اولس ته سمه لاره ښودلې ده۔ ده ووئيل په متنازعه ډول په ??ېو??د كښې د ټاكنو كولو هڅه روانه ده ٬ دا وئيلې شي چې مونږ ټاكنو څخه شاته كېږو۔ ده ووئيل دوئي ته وئيل غواړم چې مونږ ټاكنو څخه يره كوؤنكي نه يؤ٬ مونږ ډېرې ټاكنې كړې دي او ټول عمري ټاكلې شوي يؤ د سلېكشن د لارې نه يؤ راغلې۔ ده ووئيل د سپريم كورټ ججان په ټاكنو متفق نه دي ٬ خو درې ججانو په پنجاب كښی په 14 مئي د ټاكنو كولو نوے شېډول وركړو۔ الېکشن کمېشن ،دفاعی ادارې او امنيتي ادارې دې سره متفق نه دي۔ دغسې څلور ججان د دې په ضد او درې د دې په حق كښې پرېكړه كوي۔ ده ووئيل زمونږ رايې دا ده چې دا ډول متنازعه ټاكنې به ??ېو??د اړي ګړي پلو بوځي۔ دې څخه وړاندې د 1971 ټاكنو ??ېو??د دوه ټوټې كړو۔ دغسې د كال 1977 ټاكنې هم متنازعه وې چې ورسره ??ېو??د ته كلاشنكوف كلچر راغلو او تر نن ورځې مونږ ترهګرۍ څخه خلاص نه شؤ۔ ده ووئيل كه دا درېمې ټاكنې هم متنازعه شوې نو د تباهۍ سبب به وګرځي۔ مونږ د دې تباھۍ په لاره كښې خنډ يؤ۔ داخله وزير ووئيل زمونږ د رايې توثيق د سپريم كورټ د ججانو اكثريت او بار كونسلز كوي۔ ده ووئيل فتنه خان كله لانګ مارچ كوي ٬ كله په اسلام آباد بريد كوي او كله اسمبلۍ ماتوي ٬ په خپل ضد ټاكنې كول غواړي٬ دا ضد د قبولولو نه دے۔ ده ووئيل په صوبو كښې به ټاكنې په خپل وخت كېږي او د ټولو سټېك هولډرز مرضۍ او موافقت سره به كېږي۔