اسلام آباد۔25اپرېل(اے پ?? پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د عوامي جمهوريه چين سفارت چارج ډي افيئرز پ??نګ چنکسو د نهې په ورځ په فنانس ډويژن كښې ملاقات وكړو۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر خپلو خبرو كښې د چین او پاكستان دوه اړخيزه ژورې اړيكې په ډاګه كړې۔ ده پاكستان لپاره د چين د ملاتړ ستائنه كولو سره په اقتصادی ٬ تجارتی او مالیات?? برخو كښې د اړيكو لا پياوړتيا په حاجت زور راوړو۔ پ??نګ چنکسو پاکستانی اولس او د خزانې وزير ته د اختر مباركي وركړه۔ ده د دوه اړخيزه نزدې او ملګرتيا اړيكو ستائنه وكړه۔ ده د خزانې وزير ته د خپل حكومت لخوا د پاكستاني اولس د پرله پسې ملاتړ باور وركړو۔ دواړو اړخونو په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو په تكلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزير د چين مشرتابه لخوا پاكستان ته په ترلاسه شوې هر ډول مرسته كښې د چارج ډی افیئرز پ??نګ چنګسو د هڅو ستائنه وكړه۔