اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو به په 4م او 5م مئي د هند په ګوا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس ??ي او) خارجه وزيرانو كو??سل غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير به د اېس ??ي او د خارجه وزيرانو كو??سل د اوسني مشر د هند خارجه وزير ډاكټر اېس جے شنکر په بلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر له مخئ په غونډه كښې ګډون د شنګهائي مرستې تنظيم چارټر او عمل لپاره د پاكستان د عزم او د دې د اهميت عكاسي كوي كوم چې پاكستان پخپله خارجه پاليسۍ كښې په ترجيحاتو كښې منطقې لپاره وركوي۔ بيان كښې وئيل?? شوي خارجه وزير بلاول بھټو زرداري تېر كال په جولائي كښې په تاشقند كښې د خارجه وزيرانو د كو??سل په آخري غونډه كښې هم ګډون كړے ٶ