پېنډۍ 22 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سید عاصم منیر د مئي په 25مه نيټه د ” يوم تكريم شهدا پاكستان” لمانځلو اعلان كولو سره وئيلي دي قوي پوځ د هېواد د سلامتيا او اتحاد ضامن وي٬ د شهيدانو قربانۍ او د غازيانو ??دمات زمونږ قېمتي اثاثه او د افتخار سرمايه ده ٬ پاك پوځ ادارې سره د منسلك هر كس او د هغه كورنۍ تل ياد ساتي او زمونږ دا رشته د كورنۍ په توګه د وياړ وړ او مثالي ده، د پاك پوځ هر عسكر او افسر د ټولو سيمه ايزو٬ لساني٬ سياسي تعصبات او د امتیازات نه پرته صرف او صرف خپله وظيفه او ذمه وارۍ مقدم ساتي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په جنرل هیډ کوارټرز پېنډۍ كښې د شهيدانو ??و غازيانو په درناوي كښې د اعزازات وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرل سید عاصم منیر د آپریشنز په مهال په مړانه او قام لپاره په شاندار خدمات د پاك پوځ افسرانو ??و ځوانانو ??ه پوځي اعزازونه وركړل٬ 51 افسرانو ??ه ستارہ امتیاز(ملټري)، 22 افسرانو ??و ځوانانو ??ه تمغه بسالت او دوو ځوانانو ??ه د ملګرو ملتونو لخوا مېډل وركړے شول۔ په دستوره كښې په لويه شمېره د پاك پوځ سنيئر چارواكو او د شهيدانو كورنيو ګډون وكړو۔ سرلښكر ووئيل د شك نه غېر د شهيدانو ?? فرض شناسۍ او د عظیمو قربان??و په طفېل م??نږ په يوه آزاده فضا كښې ژوند كوٶ۔ سرلښكر په دې وروستيو كښې په پوځي تنصیبات، یادګارونو ??و د شهيدانو په حرمتونو ??ريدونه ډېر د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل دا بريدونه د برداشت وړ نه دي