اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه فلسطين په لويديزه غاړه جنېن كښې د سرائيل د ق??بض ځواك لخوا د چهاپو او د فضائي بريدونو په سختو ټكو غندنه كړې په كومو كښې چې لس فلسطينيان شهيدا?? او 50 ټپيان شوي۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د ق??بض ځواكونو لخوا په فلسطينيانو د تشدد تازه كاروائۍ دې په سمدستي توګه بندول پكار دي٬ پاکستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي ھغوي دې د اسرائيل د دې ظالمانه او غېر قانوني اقداماتو لاره نيولو او د فلسطينيانو د بشري حقونو تحفظ باوري كولو لپاره كولو خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د بيان له مخې پاکستان د فلسطي?? اولس د خپلواكۍ حق پشمول د دوي د حقونو او آزادۍ بشپړه ترلاسه كولو لپا??ه د جائز هلو ځلو خپل قوي او د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔ بيان كښې وئيلي شوې دي چې مونږ د ملګرو ملتونو او او آئي سي د اړوند ق??اردادونو له مخې د كال 1967 ن?? وړاندې د پولو او القدس الشريف د پايه تخت په توګه د عمل وړ٬ خپلواكه او د متصل فلسطيني رياست د خپلې مطالبې تجديد كوٶ