اسلام آباد۔22اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف عل??ي سره په برلن سپېشل اولمپكس كښې ګډون كوٶنكې د پاكستان سپېشل اولمپكس ډلې غړو د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې م??قع صدر مملكت په سپيشل اولمپکس كښې د ميډلز په ګټلو د پاکستان سپيشل اولمپکس ټولې ډلې او اتنظاميې له مباركي وركولو سره ووئيل چې خاص كسانو له به په صح??، تعليم، روزګار او لوبو كښې د خپل نوم پېدا كولو م??قع وركول وي۔ په دې م??قع وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عل??ي د هېواد په نمائندګۍ كولو او نامه روښانه كولو د پاكستان د سپيشل اولمپکس ډلې ستائنه وكړه۔ د يادونې وړ ده چې د پاکستان سپيشل اولمپکس ډلې د 11 لوبو په مقابلو كښې برخه اخستې چې پكښې ذهني معذورۍ سره مخ كسان هم شامل وو۔ په دې م??قع صدر مملكت ووئيل پاکستان سپيشل اولمپکس ډلې په مېډلز ګټلو د پاكستان نامه روښانه كړه