اسلام آباد24 اګست (اے پی پی)د توان لنډ مهاله وفاقي وزير محمد علي وئېلي دي چې د توان په طلب كښې د اضافې له امله د تاپي ګاز پائپ لائن په څير پروژې د اهميت وړ دي٬ دا پروژه به د پاكستان د توان ضرورت ترسره كولو٬ په منطقه كښې تړون او اقتصادي پرمختګ لپاره مرستياله ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركمانستان سفير عطا جان مولا موف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ سفير وزير ته د نوؤ ذمه وارو په سنبهالولو مباركي ور??ړه۔ په ملاقات كښې د تاپي ګاز پائپ لائن په پروژه د كار په تندولو موافقت وشو۔ د توان وزير د پاكستان معيشت لپاره د ګاز په اهميت زور راوړولو سره ووئيل په هېواد كښې د توان زيات شوي طلب ترسره كولو له داسې پروژو ته اړتيا ده۔ ده د تاپي پروژې په اړه د پاكستان د عزم پخ??ې وكړو۔ ده ووئيل په تركمانستان -افغانستان- پاكستان (ټي اے پي) برېښنا منصوبو كار تندولو لپاره به د ور??نګ ګروپ غونډې كولې شي۔د توان لنډ مهاله وزير ووئيل چې تركمانستان او پاكستان دواړه يو بل ستراتيجيكي همكار ګڼي٬تاپي پروژه به نه يوازې د هېواد په تندۍ سره د توان زيات شوي طلب ترسه كولو كښې مرسته وكړي بلكې سيم?? ايز تړون او دې سره پېوست اقتصادي پرمختګ لپاره به په زړه پورې موقعې هم رامخې ته كږي۔